له ننګرهار ولايت نه په حصارک ولسوالۍ کې د اربکيانو په دوو پوستو د بريدونو خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ مازديګر ناوخته په داؤد کلا سيمه کې د اربکيانو په هغه پوسته بريد وکړ چې نوي يې جوړوله.
د بريد له امله د ښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته او په پای کې له سيمي په تېښته بريالي شول.
خبر زياته کړې نن سهارمهال 5 بجې په شينکي کنډو سيمه کې د اربکيانو په پوسته بريد وشو چې تر 7 بجو پوري يې دوام وکړ.
د بريد په پای کې سيمي ته چورلکې راغلي او مجاهدين ملکي خلکو ته دتلفاتو اوښتلو له وېرې په شا شول.
په بريد کې 2 اربکيان وژل شوي او 3 نور مرګوني ټپيان شوي دي.
2014-02-27
افغانستان